速報APP / 娛樂 / قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا ق

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا ق

價格:免費

更新日期:2019-07-20

檔案大小:4.1M

目前版本:3.0

版本需求:Android 4.1 以上版本

官方網站:https://al-quran.app/

Email:contact@al-quran.app

聯絡地址:隱私權政策

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم ‎(圖1)-速報App

قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په گران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په استازيتوب او رسالت باندې گواهي وركوي. ټولې كفري نړۍ ته چلېنج وركوي، كه هغه انسان وي، كه شيطان يا پېرې ترڅو ددې په څېر يو بل كتاب راوړي، او يا هم د يوه سورت په څېر كوم څه راوړي. مگر دوي لدې څخه هم عاجزه پاتې شول. ځښتن تعالى دوي ته وخت پروخت چلېنجونه وركړي ترڅو پدوي روښانه كړي چې دوي دا كار نشي كولاى. د (الاسراء) په سورت كې داسې فرمايي:

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم ‎(圖2)-速報App

ژباړه: (او ووايه (اى پېغمبره) كه چېرې انسانان او پېريان سره راټول شي، ترڅو ددې قرآن په څېر راوړي، نو دوي به ونكړاى شي كه څه هم يو له بل سره مرسته وكړي)

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم ‎(圖3)-速報App

د قرآن كريم د نازلېدو شان ته وحې وايي. په قرآن كريم كې تر نن ورځې پورې د الله په فضل او ساتنې سره كومه لاسوهنه (كمښت يا ډېرښت) ندې شوې. دا د نړۍ لومړې لرغونې كتاب دى، چې د انساني لاسونو څخه خوندي پاتې شوې او د قيامت تر ورځې پورې به د څښتن تعالى په ساتنه خوندي وي. په نړۍ كې په ورځني دول په مليونونو ټوكه چاپېدونكي الهي كتاب كې تر نن ورځې پورې كوم بدلون نه دى راغلى. ددې ټولو چاپكېدونكو كتابونو متن يو شان وي. قرآن يواځينې كتاب دى، چې په نړۍ كې يې په مليونونو حافظان شته (داسې كسان چې په يادو يې زده كړې دى). قرآن كريم د نورو الهي كتابونو لكه تورات، زبور او انجيل ذكر شته كوم چې په پخوانيو نبيانو او رسولانو نازل شوي ول.

قرآن پښتو‎ - قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم ‎(圖4)-速報App